میدان وردګ ـ یو ورور خپله خور وژلې ده

میدان وردګ ـ یو ورور خپله خور وژلې ده
د یادې ولسوالۍ ولسوال قاري صبغت الله نافذ باختر آژانس ته پېښه تاییدوي او وایي، د قتل انګېزه نه ده معلومه؛ قاتل په تېښته بریالی شوی، خو امنیتي مسوولین یې د نیولو هڅه کوي.
( 2022 / 4 / 19 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
تېره ورځ لس بجې د میدان وردګو په جلرېز ولسوالۍ، تکانې سیمه کې د حشمت الله په نوم یوه کس خپل خور د چاړې په واسطه حلاله کړېده.
د یادې ولسوالۍ ولسوال قاري صبغت الله نافذ باختر آژانس ته پېښه تاییدوي او وایي، د قتل انګېزه نه ده معلومه؛ قاتل په تېښته بریالی شوی، خو امنیتي مسوولین یې د نیولو هڅه کوي.



