په پاک افغان پوله د انګور اډې دروازه تړل شوې ده

0
104

باغي ټي وي رپورټ
ډپټي کمشنر معراج خالد د جنوبي وزيرستان په مرکز وانا کې د تاوتريخوالي له امله د لسو ورځو لپاره دفعه ١٤٤ نافذه کړې ده.
د دغه حکم له مخې په وانا سب ډویژن کې د هر ډول جلسو، جلوسونو او د خلکو په راټولیدو بندیز لګول شوی دی.
د انډيپنډنټ اردو په ویب پانړه د خبریال دلاور وزیر د رپور مطابق پاکستان په قبائيلي سيمه جنوبي او شمالي وزيرستان کې د تندلارو لخوا په امنيتي ځواکونو د بريدونو وروستو د پاکستان او افغانستان په پوله کې حالات خراب شوي دي.
چارواکو د افغانستان پر پوله د انګور اډه سوداګریزه لار د ټولو ترافیکو پر مخ تړلې ده.
ډپټي کمشنر معراج خالد د جنوبي وزيرستان په مرکز وانا کې د تاوتريخوالي له امله د لسو ورځو لپاره دفعه ١٤٤ نافذه کړې ده. د دغه حکم ترمخه په وانا سب ډويژن کې هر قسمه جلسې، جلوسونه او جلسې منع دي خو تيره ورځ د دفعه 144 خلاف ورزي کولو سره خلک د خپلو کورونو نه راووتل او د وانا کيمپ مخې ته يې احتجاجي مظاهره وکړه.
سرچينې وائي دتحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) اؤ گل بهادر ډلې سيمه ييزو مشرانو دخوست په سيمه کې په بمي چاؤدنه کې اغيزمن شوي قبائيلي مشرانو سره ليدنه کړې اؤ ددغه بريد په غچ اخستو يې اتفاق کړى دى.

Leave a reply