میدان وردګ ـ دڅښاک اوبو شبکه جوړه شوه

میدان وردګ ـ دڅښاک اوبو شبکه جوړه شوه
د ناستې په لړ کې دمیدان ښار ښاروال مولوي عبدالفغور حیدري هم ژمنه وکړه، چې په راتلونکې کې به د دې شبکې په ساتلو او په ښه کارونه کې مرسته کوي او پرې به نږدی، چې د نه پاملرنې له امله د دې سیمې اوسیدونکي یو ځل بیا د څښاک اوبو له نه شتون سره مخامخ شي.
(2022 / 4 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د میدان وردګو ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندې په مرکز میدان ښار، هېواد مېنې په سیمه کې د څښاک اوبو رسولو یوه لویه شبکه، چې په لمریزې برښنا هم سمباله ده، نن د لوړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په یادو مراسمو کې د ولایت مرستیال والي شيخ شیر احمد حقاني، د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست رئیس مولوي وحیدالله راشد، میدان ښار ښاروال مولوي عبدالغفور حیدري، د یونیسف مرکزي زون مشره ان کېدر چوک، د ډاکار موسیسې مسولینو، د سیمې قومي مشرانو او اوسېدونکو او ګن شمېر نورو د دولتي ادارو او یادو موسیسو مسولینو او کارکوونکو پکې برخه اخيستې وه.
يادې ناستې ته د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست رئیس په خپلو خبرو کې د دې پروژې په اړه وویل، چې یاده شبکه د یونیسف ادارې په ١٧ میلیونه، ٧ لکه، ٨٩ زره او ٩٠٢ افغانیو په مالي لګښت د ډاکار موسیسې له لوري د شپږ میاشتو په جریان کې پلې او د کليو بیارغونې او پراختیا ریاست تر جدي نظارت او کتنې لاندې رغول شوې ده، چې په لړ کې یې د سیمې لسګونه تنو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده.
د ښاغلي مولوی وحیدالله راشد په وینا یاده شبکه د ١٦٠ مترو په ژوروالي سره یوه څاه، د اوبو ساتلو په موخه د ١٢٠ مترو په ارتفاع د ٦٠ متره مکعبه اوبو یوه لویه ذخیره لري، چې د ٤٠٠ میترونو په لګولو سره به په راتلونکې کې له دې شبکې د سیمې ٥٦٠ کورنۍ او نهه مسجدونه پاکو او صحي اوبو ته لاس رسی پیدا کړي.
همدا راز یې په خپلو خبرو کې له همکارو موسیسو د مننې تر څنګ د ورته نورو مرستو او همکاریو غوښتنه هم وکړه، څو په ګډه سره هیواد کې د وچکالۍ او د څښاک پاکو اوبو ته د نه لاسرسي په برخه کې لوړ ګراف تر حده را ټيټ او د خلکو اړتیاوې پوره کړو.
د ناستې په لړ کې د میدان وردګو ولایت مرستیال والي ښاغلي شيخ شیر احمد حقاني هم د دې پروژې د بشپړولو او پرانېستلو په اړه خوښي څرګنده کړه او پدې برخه کې یې د مالي ملاتړ کوونکو او پلي کوونکو نه مننه وکړه او همدا راز یې په یادو ادارو غږ وکړ، چې اوس تر بل هر وخت د ملت خدمت کولو ته ښه زمینه برابره شوې ده نو همکارې موسیسې او نهادونه دې له اسلامي امارت سره پدې برخه کې خپلې همکارۍ لاپسې غښتلې او ډېرې کړي او اسلامي امارت هم دېته چمتو دی، چې له دوی سره په هره برخه کې پر وخت مرسته او ملاتړ وکړي.
د ناستې په لړ کې دمیدان ښار ښاروال مولوي عبدالفغور حیدري هم ژمنه وکړه، چې په راتلونکې کې به د دې شبکې په ساتلو او په ښه کارونه کې مرسته کوي او پرې به نږدی، چې د نه پاملرنې له امله د دې سیمې اوسیدونکي یو ځل بیا د څښاک اوبو له نه شتون سره مخامخ شي.






