د ترکیې امنیتي‌ ځواکونو د بلغاریا سره په پوله کې ۱۸۷ تنه ناقانونه کډوال  نیمه بربڼد وضعیت کې ونیول

0
196

د ترکیې امنیتي‌ ځواکونو د بلغاریا سره په پوله کې ۱۸۷ تنه ناقانونه کډوال  نیمه بربڼد وضعیت کې ونیول

یو شمیر کډوال چې نیمه بربڼد وو او حتا  بوټان هم ترینه اخیستل شوي‌ وو ادعا وکړه چې د بلغاریايي پولیسو لخوا د وهلو او ډبولو نه وروسته ترینه جامې، قیمتي‌ توکي، پيسې  او حتا بوټان هم د اخیستو نه وروسته د ترکیې لورې ته راوشړل.

(2022 / 4 / 18  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

 د ترکیې د کرکلرایلي ولایت د ژاندارم د ګزمې ټیمونو د بلغاریا سره په پوله کې د کوفچاز په ولسوالۍ کې ۱۸۷ تنه ناقانونه کډوال په نیمه بربڼد حالت کې ونیول.

د کرکلرایلي‌ د ژاندارم  ځواکونو قومندانۍ ویلي‌ دي‌ چې  دوې دا کډوال د بلغاریا سره په پوله کې په ډیر بد وضعیت کې ونیول .

یو شمیر کډوال چې نیمه بربڼد وو او حتا  بوټان هم ترینه اخیستل شوي‌ وو ادعا وکړه چې د بلغاریايي پولیسو لخوا د وهلو او ډبولو نه وروسته ترینه جامې، قیمتي‌ توکي، پيسې  او حتا بوټان هم د اخیستو نه وروسته د ترکیې لورې ته راوشړل.

همداشان یو شمیر نورو کډوالو بیا وویل چې د یونان نه بلغاریا ته تیر شوي‌ وو او هلته بیا د پولیسو لخوا ونیول شول.

د بلغاریا پولیسو د وهلو او ډبولو نه وروسته ترکیې لورې ته راوشړولو.

ژاندارم قومندانۍ ویلي دي‌ چې د پیښې په اړه تحقیقات پيل کړي‌ دي.

ویل کیږي نیول شوي‌ کډوال د افغانستان، سوریې، ایران، تونس او مراکش وګړي‌ دي.

ژاندارم ځواکونو ویلي‌ دي‌ چې پدې وروستیو کې د بلغاریا په پوله کې د ناقانونه کډوالو تحرکات ډیر شوي‌ دي‌ چې د همدې امله يي د تدابیرو کچه لوړه کړې ده. په سیمه کې لا قوي امنیتي‌ تدابیر نیولي‌ دي.

Leave a reply