د پنځه کلن پاسپورت د وېش په برخه کې محدودیت راغلی دی

0
107

د پنځه کلن پاسپورت د وېش په برخه کې محدودیت راغلی دی

د افغانستان پاسپورت ریاست په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي. پاسپورت ریاست داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې لا هم د افغانستان د پاسپورت ریاست چارې منظمې نه دي، د پاسپورت د اخیستونکو شمېره لوړه ده او د ریاست خدمات محدود دي.

(2022 / 4  / 18  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د پنځه کلن پاسپورت د وېش په برخه کې محدودیت راغلی دی. د پاسپورت ریاست له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي له دې وروسته پنځه کلن پاسپورتونه یوازې هغه کسانو ته ورکول کېږي چې عمرونه یې له پنځلسو کلونو کم وي.

سرچینه کاږي، هغه کسان چې عمرونه یې له پنځلسو کلونو لوړ دي له دې وروسته د پنځه کلن پر ځای باید لس کلن پاسپورتونه واخلي.

Leave a reply