قزاقستان افغانستان ته د غنمو صادرات ډېروي

0
106

قزاقستان افغانستان ته د غنمو صادرات ډېروي

د خوراکي توکو د خوندیتوب سازمان دغه لوړپوړي چارواکي ډاډ ورکړی چې دوی له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي او هڅه کوي دلته د روان بشري ناورین په کابو کولو کې اغېزناکې هڅې وکړي.

 

(2022 / 4 / 18  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د خوراکي توکو د خوندیتوب اسلامي سازمان مشر یرلان بای د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال سره د لیدنې پر مهال ویلي چې د افغانستان اړتیا ته په کتو هڅه کوي چې د قزاقستان د غنمو صادرات دغه هېواد ته ډېر شي.

په دې لیدنه کې د ګڼو نورو مسایلو تر څنګ د خوراکي توکو د رسونې په برخه کې پر همکاریو او شته مسایلو خبرې شوې دي.

د خوراکي توکو د خوندیتوب سازمان دغه لوړپوړي چارواکي ډاډ ورکړی چې دوی له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي او هڅه کوي دلته د روان بشري ناورین په کابو کولو کې اغېزناکې هڅې وکړي.

Leave a reply