د سپین وزیر خارجه نن د پاکستان په دوره راځي

0
227

باغي ټي وي رپورټ
د سپین وزیرخارجه جوس مینول نن د پاکستان پایه تخت اسلام آباد ته راځي، د پاکستان لوړو چاراکو سره به د افغانستان په تازه صورت حال خبرې اترې کوي.
د پاکستان سرکاري ویب پانړې مطابق شاه محمود قریشي به ورسره د افغانستان په موجوده سیاسي بدلون خبرې کوي.

یاده دې وي چې په رسینو کښې د یورپ هیوادونه طرف نه داسې خبرونه خپاره شوي چې د یورپ هیوادونه دستي د طالبانو نوې سرپرست حکومت نه تسلیموي خو بل طرف چین ،روس د طالبانو حکومت تسلیمولو لپاره اشاره کړي او ویلي دي چې دوی به ورسره ښه تعلقات ټینګ کړي.

د پاکستان اول ورځ نه د افغانستان متعلق دا خبره او موقف دې چې یو ولاړ او په امن افغانستان د ټولې نړې لپاره ډیر ضروري دي، اقوام متحده او د نیټو چارواکي هم دا خبره مني او ویلي ی دي چې پاکستان د افغانستان امن لپاره یو ښه او مثبت کردار ادا کوي.

Leave a reply