ننګرهار کې د پاکستان د وروستيو هوايي بریدونو په غبرګون لاريون شوی

0
85

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، شينوارو ولسوالۍ مارکوه بازار کې زرګونه ولسي خلکو د يو سوله ييز لاريون په ترڅ کې په کونړ او خوست ولايتونو کې د پاکستان وروستي هوايي بريدونه وغندل او له نړيوالې ټولنې يې وغوښتل، چې ياد هېواد سره د سرغړونې، مداخلې او بشري جنایت له امله حساب وکړي.

(2022 / 4 / 17  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 
د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، شينوارو ولسوالۍ مارکوه بازار کې زرګونه ولسي خلکو د يو سوله ييز لاريون په ترڅ کې په کونړ او خوست ولايتونو کې د پاکستان وروستي هوايي بريدونه وغندل او له نړيوالې ټولنې يې وغوښتل، چې ياد هېواد سره د سرغړونې، مداخلې او بشري جنایت له امله حساب وکړي.
لاريونوالو، له مسئولینو څخه يې د بالمثل اقدام غوښتنه وکړه.
لاريونوالو همدا راز په لر او بر کې د پښتنو پر يووالي او د پاکستان د وروستي ظلم په اړه يې د راپورته کېدو غږ وکړ.

Leave a reply