روسیې ادعاء کړې چې هغه الوتکه یې پۀ نښه کړې چې اوکرایني ځواکونو ته یې وسلې او مهمات لېږدول
د روسیې ددفاع وزارت په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي او نه هم د اوکراین حکومت په دې اړه غبرګون ښوودلی دی. دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې روسیې پر اوکراین د بریدونو تازه لړۍ پيل کړې ده.
(2022 / 4 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
روسیه وایي د اوکراین د وسلو او مهماتو لېږدوونکې الوتکه یې نسکوره کړې ده.
د روسیې ددفاع وزارت په تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی د اوکراین هغه الوتکه نسکوره کړې چې د غربي هېوادونو مرسته شوې وسلې او مهمات یې لېږدول.
د روسیې ددفاع وزارت په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي او نه هم د اوکراین حکومت په دې اړه غبرګون ښوودلی دی. دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې روسیې پر اوکراین د بریدونو تازه لړۍ پيل کړې ده.
په دې بریدونو کې د پلازمینې کیف په ګډون ګڼ ښارونه په نښه کېږي.
اوکراین بیا وایي چې دوی د روسیې د یرغل پر وړاندې بشپړ تیاری لري او روسي پوځ به بیا شاتګ ته اړ کړي.










Leave a Reply