وزیراعظم په چلاس کې د روغتون جوړولو اعلان کړې

0
166

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف په چلاس کښې د 200 بسترو هسپتال جوړولو لارښوونه او اعلان کړې دې.

د دیامر بھاشا ډیم د کار د جائزې په موقع یو دستورې ته وینا کې وزیراعظم شهباز شریف اوویل چې که دا ډیم جوړیږي نو دلته به په ګڼ شمیر کې خلک هم راځي، د بهر نه به هم خلق راتلل پیل شي خو بدبختانه په دې سیمه کې د علاج او د درملنې لپاره روغتون نشته نو زه نن اعلان کوم چې دلته دې د ۲۰۰ بستر یو لوی هسپتال جوړ کړې شي.
په دې موقع شهباز شريف په يوه هفته كښې په چلاس كښې د 200 بستريز هسپتال د مطالعاتي رپورټ جوړولو هدايات وكړو او ويې ويل چې حكومت به د چلاس هسپتال جوړولو لپاره فنډ وركوي او د هسپتال تر جوړېدو وروستو به د مريضانو په وړيا توګه علاج کولې شي.

Leave a reply