په پنجاب اسمبلۍ کې ګډوډې جوړولو باندې مقدمه درج شوې ده

0
111

باغي ټي وي رپورټ
د پنجاب اسمبلۍ کې د ګډوډۍ په تور مقدمه درج شوې ده.د پولیس وینا ده چې مقدمه د پنجاب اسمبلۍ د آرمز ایټ سرجنټ په شکایت درج شوې ده.

د ايف آئي آر د متن له مخې کله چې ډپټي سپيکر دوست محمد مزاري ايوان ته ننوتو نو د غړو لخوا پرې بريد وشو، په ډپټي سپیکر کې لوټې ور اوغورځولې .
ياده دې وي چې حمزه شهباز پرون د پنجاب اسمبلۍ د شورماشور په دې غونډه کې د قائد ایوان(وزیراعلی) په توګه وټاکل شو.
د رای اچونې څخه مسلم ليګ (ق) او پي ټي ايي بايکاټ کړې وو.

د غونډې له پيله په ايوان کې ګډوډي رامنځته شوه او تاريخ جوړ شو، په ډپټي سپيکر تشدد وشو، د لومړي ځل لپاره په ايوان کې پوليس راغلل. حکومتي غړو د ولسي جرګې مرستيال دوست محمد مزاري باندې برید وشو، هغه ی اووهلو ، ویښتنه ی ترې راښکل. په غونډه کې د ګډوډې په مهار پروېز الهي هم ټپي شو.

Leave a reply