اولس د پاکستاني فوځ د رول ستاینه کړې ده: اپسوس سروې
باغی ټي وي رپورټ
د عدم اعتماد په تحريک کې د پاکستان د پوځ کردار د پاکستان د اکثريت لخوا ستايل شوی او دغه اداره د سياسي بحران په صورت کې تر ټولو بې طرفه بللې شوې ده.
اپسوس پاکستان د عامه افکارو پر بنسټ یوه نوې سروې خپره کړې ده.
په سروې کې ۴۷ فیصده پاکستانیانو د عدم اعتماد د تحریک په مهال د پاکستان د پوځ د کردار ستاینه کړې ده.د اپسوس پاکستان د سروې له مخې ۳۷ سلنه پاکستانیانو د عدم اعتماد د تحریک پر مهال د رسنیو رول خوښ کړ.
ياده دې وي چې څو ورځې وړاندې په قومي اسمبلۍ کې د عمران خان په ضد د عدم اعتماد تحريک کامياب شو او د عدم اعتماد د تحريک په حق کې 174 غړو رايې ورکړې وې.