دیا میر بهاشا ډیم دې تر کال ۲۰۲۶ پورې بشپړ شي: وزیراعظم شهباز شریف

0
190

باغی ټي وي رپورټ
وزیر اعظم شهباز شریف واپډا او ایف ډبلیو او ته دنده سپارلې چې د دیامیر بھاشا ډیم چارې دې د ۲۰۲۹ کال پر ځای په ۲۰۲۶ کال کې بشپړ کړي.

د دیامر بھاشا ډیم د کار د جائزې په موقع وزیراعظم شهباز شریف اوویل چې دا منصوبه په کال ۲۰۱۶م کښې نواز شریف شروع کړې وه او بیا شاهد خاقان عباسي دغه منصوبه مخ ته وړې وه.

هغه وويل، دلته د برېښنا د توليد په اړه جدي فکر کول پکار دي او دلته د پانګونې لپاره د نړيوالو پانګوالو هڅولو ته اړتيا ده.شهباز شريف وويل ديامير بھاشا ډيم به دپاکستان داقتصاد په ښه کولو کې مهم کردار ادا کوي او زمونږ زرعي زمکې به هم خړوبوي.وزيراعظم وويل په نړۍ کې هيڅ څه ناممکنه نۀ دي، ديامير بھاشا ډيم بايد د٢٠٢٩ په ځاى تر ٢٠٢٦ پورې بشپړ کړل شي.
هغه وويل، چې د دندې له پيل راهيسې په تېرو شپږو ورځو کې شپه او ورځ بېلابېلو وزارتونو څخه که هغه د ماليې، برېښنا او يا پټروليم وزارت وي بریفنګ اخستې دې، هغه وایی چې د انسان حیران شي چې څه کم ۴ کاله په څه طریقه ضایع کړې شول.

Leave a reply