پاکستان د افغانستان څخه په امنیتي ځواکونو د بریدونه په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړې ده

0
170

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د خارجه دفتر وياند له افغانستان څخه د پاكستاني امنيتي ځواكونو په نښه كولو د پېښو په زياتېدو ژوره اندېښنه څرګنده كړې ده ۔

د خارجه دفتر وياند په یو بیان کې ویلي دي چې پاکستان بیا بیا د افغان حکومت څخه د سرحدي سيمو د خوندي کولو غوښتنه کړې ده.
په بیان کې ویل شوی دي چې ترهګر اوس هم د افغانستان خاوره د پاکستان دننه د عملياتو لپاره کاروي او پاکستاني سرتیري په نښه کوي.
د یادونې ده چې پرون هم پاک افغان بارډر سره څیرمه د شمالي وزیرستان ایشام په سیمه کې هم ترهګر پاکستان امنیتي ځواکونو په نښه کړه او ۷ امنیتي اهلکار اووژل.
د خارجه دفتر د وياند له مخې په تيرو څو ورځو کې د افغانستان سره د پاکستان په سرحدي سيمو کې د امنيتي ځواکونو په نښه کولو پيښې زياتې شوي دي او د کالعدم ټي ټي پي په ګډون نورې ترهګرې ډلې هم د پاکستان په امنيتي پوستو بريدونه کوي.

Leave a reply