د پنجاب اسمبلۍ وزیراعلی ټاکنه به نن ضرور ترسره شي: دوست محمد مزاري
باغي ټي وي رپورټ
د پنجاب اسمبلۍ ډپټي سپيکر دوست محمد مزاري وئيلي دي چې د پنجاب د وزيراعلې ټاکنه به نن کيږي او د انتخاباتو نتيجه به هم نن راځي۔
د پنجاب اسمبلۍ ته د رسېدو په مهال ميډيا سره خبرو كښې دوست محمد مزاري وويل د پنجاب اسمبلۍ د قواعدو له مخې به د پنجاب وزيراعلي ټاكل كېږي، آزاد او منصفانه ټاكنې به كولې شي .
هغه وويل که څوک دا فکر کوي چې داسمبلۍ فضا خرابه کړي نو زه بايد فشار راوړم او نه دا چې فشار واخلم، هغه زیاته کړه چې په امنيت به هيڅ ډول جوړجاړ نۀ شي.
ډپټي سپيکر وويل چې د ميډيا نمائندګان به دننه او بهر موجود وي، تاسو به ويني چې د پنجاب د وزيراعلي لپاره به نن انتخابات کيږي او د انتخاباتو نتيجه به هم نن راځي.دوست محمد مزاري وويل، منحرف غړي د اساسي قانون د ٦٣مې مادې له مخې رايه ورکولاى شي او له دې وروسته به يې پر ضد د ګوند مشر اقدام کوي.