افغانستان کې هوايي بریدونه؛ د پاکستان پوځ ویلي چې یاد بریدونه پر TTP  د وروستیو بریدونه پۀ ځواب کې کړي 

0
85

افغانستان کې هوايي بریدونه؛ د پاکستان پوځ ویلي چې یاد بریدونه پر TTP  د وروستیو بریدونه پۀ ځواب کې کړي 

بل خوا پاکستاني رسنیو بیا د پوځ پۀ حواله خبر ورکړی چې یاد بریدونه پر پاکستاني طالبانو پۀ پاکستان کې د وروستیو بریدونو پۀ ځواب کې شوي، دوی زیاتوي چې پۀ یادو بریدونو کې یې TTP (تحریک طالبان پاکستان) ته پراخ ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

 

(2022 / 4 / 16  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

پاکستانيو الوتکو په خوست ولایت کې هوایي بریدونه کړي ځایي سرچینو ویلي، چې تېره شپه پاکستاني ځواکونو په خوست ولایت کې پر ملکي سیمو هوایي بریدونه کړي، چې په نتیجه کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې.

بل پلو له کونړ ولایت څخه هم د رسیدلو راپورونو له مخې پاکستان د دې ولایت پر یو شمېر سیمو راکټي بریدونه کړي، چې هلته هم ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې.
اسلامي امارت وایي، چې په دې تړاو په معلوماتو بوخت او جزئیات به یې وروسته رسنیو سره شریک کړي.

بل خوا پاکستاني رسنیو بیا د پوځ پۀ حواله خبر ورکړی چې یاد بریدونه پر پاکستاني طالبانو پۀ پاکستان کې د وروستیو بریدونو پۀ ځواب کې شوي، دوی زیاتوي چې پۀ یادو بریدونو کې یې TTP (تحریک طالبان پاکستان) ته پراخ ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

پاکستاني طالبانو پۀ دې اړه تر اوسه څۀ ندي ویلي.

 

Leave a reply