د پاکستان پخوانۍ وزیراعظم د قامي اسمبلۍ سپیکر وټاکل شو
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د پیپلز ګوند مشر او پخوانی لومړی وزیر راجا پرویز اشرف د قامي اسمبلۍ د سپیکر په توګه وټاکل شو.
د سردار اياز صادق په مشرۍ كښې د قومي اسمبلۍ غونډه كښې راجه پروېز اشرف بلا مقابله د قومي اسمبلۍ سپيكر وټاكل شو۔
د پینل مشر سردار ایاز صادق د راجه پرویز اشرف نه سوګند پورته هم واخستو او د قامي اسمبلۍ د سپیکر په توګه ی ددوی ټاکنه هم اعلان کړه.
په دې موقع د پنجاب اسمبلۍ غونډې په مهال په ډپټي سپيكر دوست محمد مزاري د تشدد کولو هم سخته غندنه وكړې شوه۔