د نیب نامه به بدله کړو: رانا ثناالله

0
51

باغی ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ ن مشر او د قومي اسمبلۍ غړي رانا ثناء الله وئيلي دي چې د قامي احتساب بيورو (نيب) نوم به بدلولے شي۔

پارليمنټ څخه بهر ميډيا سره خبرو کې د مسلم ليګ (ن) مشر رانا ثناءالله وويل نيب د انتقام لپاره جوړ شوى خو مونږ به د هيچا انتقام نۀ اخلو.
رانا ثناءالله وئيلي دي چې احتساب د کومې ټولنې لپاره ډير ضروري دی، هغه زیاته کړه او وې ویل چې نيب به جوړيږي خو ددې ادارې نوم به بدل کړې شي.

د قومي اسمبلۍ د ډپټي سپيکر د استعفا په اړه رانا ثناء الله وويل چې قاسم سوري بايد استعفی نه وای ورکړې، هغه زیاته کړه چې د پي ټي ايي ۷۰ سلنه خلک استعفی ورکول نه غوښتل.

Leave a reply