رحیم الله یوسفزۍ په حق ورسید

رحیم الله یوسفزۍ: فایل فوټو
باغي ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا یو وتلې خبریال او د افغانستان امورو ماهر او څیړونکۍ رحیم الله یوسفزۍ په حق رسیدلې دې.
د خدای بخښلي جنازه به سبا په ۱۱ بجې په مردان انذرګي کاټلنګ چې سوات ایکسپریس وې کاټنګ انټرچینج ته نزدې دې په خان ضمیر بانډه کښې ادا کیږي.
خدای بخښلۍ د ډیر عمر نه د ملکي او غیرملکي رسنیو سره د خبریال او د افغان چارو شنوونکي په توګه کار کړې وو، وس د بین المللي رسنې دي نیوز انټرنیشنل ایډیټر وو.
خدابخښلې د څه مودې راسې مریض او نن په حق ورسیدو. ملکی او بین المللی رسنیو او خبریالانو د یوسفزي په مرګ د غم څرګندونه کړې ده.






