پرویز الهي د پنجاب په ډپټي سپیکر تور لګولې دې

0
47

باغی ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ (ق) مشر او د پنجاب صوبې د وزيراعلی لپاره د حمزه شهباز سيال پروېز الهي په ډپټي سپيکر دوست محمد مزاري تور لګولی چې له بل ځايه هدايات اخلي.

د پنجاب اسمبلۍ ته د رسېدو په مهال ميډيا سره خبرو كښې پروېز الهي ووئيل چې هغه نن د وزيراعلي لپاره كانديد دى غواړي چې د ټاکنه په ډیره ښه او صفا توګه ترسره شي خو دې په دې اړه شکمن دې.

پرويز الاهي وويل وخت به ثابته کړي چې ډپټي سپيکر صادق دى او که نه ، هغه اوویل چې پته به ولګي چې د چا نيت خراب دى او دا به نن په ډاګه شي.
د مسلم ليګ (ق) مشر وويل چې د وخت او حالاتو ښه نيت نه دې، هغه اوویل چې د ټاکنو په پایله کې بدنیتي او ناانصافي وشي نو دا به څوک اومني، ديوې پوښتنې په ځواب کې پرويز الهي وويل هغه به په مناسب وخت کې وضاحت وکړي چې ډپټي سپيکر دکوم لوري څخه هدايات اخلي.

Leave a reply