پنجاب اسمبلۍ کې بدانتظامي او غوبل جوړ شوې

0
191

باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب وزیراعلی د انتخاب لپاره د پنجاب اسمبلۍ نننۍ مهمه غونډه نن د خالي په ورځ د ځند ښکار شوې ده.

د پنجاب اسمبلۍ غونډه نن غرمه 11:30 بجې د ډپټي سپيكر دوست محمد مزاري په مشرۍ كښې پېل کیدله خو د اسمبلۍ د غړیو د غونډې د تالار ته د په وخت د نه رسیدو له وجهې د ځند ښکار شوې ده.
دپنجاب اسمبلۍ غونډه کې دګډون لپاره ډپټي سپيکر دوست محمد مزاري او پرويز الٰهي اسلام هم را رسيدلي دي او حمزه شهباز هم د اپوزيشن اتحاد سره د اسمبلۍ په غونډه کې د ګډون لپاره د اسمبلۍ تالار ته را رسیدلې دي.
په جیو نیوز یو ویډیو خپره شوي چې پکې ښکاري چې د پنجاب اسمبلۍ په تالار کې د حکومتي غړیو او اپوزیشن مشرانو ترمینځ نښتنه پیل شوي دي او د رپورټ مطابق حکومتي غړیو په ډپټي سپیکر برید کړې او وهلې ی دې.

Leave a reply