قاسم سوري د خپلې څوکۍ څخه استعفي ورکړې ده

0
207

باغی ټي وي رپورټ
د قومي اسمبلۍ مرستيال سپيکر قاسم سوري له خپلې دندې استعفا کړې ده.

سرچينې وائي دقاسم سوري استعفي دقومي اسمبلۍ سيکرټري دفتر ترلاسه کړې ده.د قومي اسمبلۍ ډپټي سپيکر قاسم سوري په خپله استعفا کې ليکلي چې د ده استعفا د ګوند له وژن سره سمه وه.

قاسم سوري په خپل استعفا لیک کې لیکلي، چې د پاکستان پر حاکمیت او سالمیت به هیڅ ډول جوړجاړی ونکړي او د هیواد د خپلواکۍ د ساتلو لپاره به له هر حده تیر شي.
د یادونې ده چې په دریم اپریل د پخواني وزیراعظم عمران خان په ضد د ناباورۍ تحریک د ډپټي سپیکر قاسم سوري له لوري رد کړې شو چې بیا روسته سپریم کورټ په دې نوټس واخستو او د حکومت دا امر ی غیرآییني اوبلل او هم دغه شان د عمران خان په ضد ناباوري رای اچوونه ترسره شوه په کوم کې چې عمران خان د وزیراعظم څوکۍ څخه لرې کړې شو.

Leave a reply