د پنجاب نوې وزیراعلی به څوک وي؟

0
83

باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب وزیراعلی د انتخاب لپاره د پنجاب اسمبلۍ نننۍ مهمه غونډه نن د خالي په ورځ د ځند ښکار شوې ده.

د پنجاب اسمبلۍ غونډه نن غرمه 11:30 بجې د ډپټي سپيكر دوست محمد مزاري په مشرۍ كښې پېل کیدله خو د اسمبلۍ د غړیو د غونډې د تالار ته د په وخت د نه رسیدو له وجهې د ځند ښکار شوې ده.
په بنچونو کې د 100 څخه ډیر د اپوزیسیون غړي شتون لري پداسې حال کې چې د اسمبلۍ غړو د رابللو لپاره زنګونه وهل کیږي.
د اسمبلۍ ځینې حکومتي ښځینه غړو حتی په اسمبلۍ کې له ځانه سره لوټې هم راوړې او د لوټا لوټا شعارونه هم پورته کوي چې له امله یې د اسمبلۍ په تالار کې ګډوډي رامنځته شوه.

دپنجاب اسمبلۍ غونډه کې دګډون لپاره ډپټي سپيکر دوست محمد مزاري او پرويز الٰهي اسلام اباد ته رسيدلي دي او حمزه شهباز هم د اپوزيشن اتحاد سره د اسمبلۍ په غونډه کې د ګډون لپاره تللي دي.حمزه شهباز د وزيراعلې څوکۍ لپاره د مسلم ليګ نون او اتحادي ګوندونو اميدوار دے او د پاکستان تحريک انصاف او مسلم ليګ (ق) لخوا چودهري پرويز الهي متفقه اميدوار دې۔

د پنجاب اسمبلۍ د غړو ټولټال شمېر ۳۷۱ دی او د وزیر اعلی ټاکلو لپاره ۱۸۶ ووټونو ته اړتیا ده.د دواړو کاندیدانو له خوا د بریا په اړه ادعاوې کیږي. چوهدري پرويز الاهي 189 غړي لري او حمزه شهباز شريف د 200 څخه د زياتو غړو د ملاتړ ادعا کړې ده.

Leave a reply