ترکیې روان کال ۲۱ زره کډوال ډیپورټ کړي دي 

0
91

 ترکیې روان کال ۲۱ زره کډوال ډیپورټ کړي دي 

قاچاقبران د افغانستان-ایران یا افغانستان-پاکستان په پولو کې د  اخیستل شوو انځورونو  په خپرولو سره کډوالو ته  دوکه ورکوي. که څه هم  د کډوالو  قاچاق وړونکي داسې طریقې کاروي چې د غیرقانوني کډوالۍ  په وړاندې زموږ د هیواد په مبارزې  سیوري غوړوي خو  دا  شمیرې بیا حقیقت بیانوي.

(2022 / 4 / 16  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ترکیې  کورنیو چارو وزارت  ویلي‌ چې د روان کال له پیل راهیسې ۲۱ زره ۸۷ غیرقانوني کډوال چې نږدې نیمايي افغانان دي‌ ډیپورټ کړي‌ دي.

  د وزارت له خوا په لخپور شوي بیان کې ویل شوي، چې د ډیپورټ شوو کسانو له ډلې ۹ زره ۶۵۴ یې له افغانستان، ۴ زره ۲۰۶ یې له پاکستان، ۷ زره ۲۲۷ یې  د نورو هیوادونو وګړي بهرنیان دي . د روان کال د پیل راهیسې ډیپورټ شوي‌ ناقانونه کډوال په ۲۸ چارتر شوو الوتکو کې خپلو هیوادونو ته استول شوي‌ دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د غیرقانوني کډوالۍ  پر وړاندې مبارزه پرته د ځنډ نه  دوام لري .

په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې د کډوالو  قاچاقبران د  نوو مشتریانو د  موندلو لپاره ټولنیزې رسنۍ کاروي. لیدل کیږي چې د کډوالو قاچاقبران چې ډیری وختونه د ټولنیزو رسنیو څخه کار اخلي ترڅو داسې انګیرنه خپره کړي‌ چې د ترکیې پولو نه  په اسانۍ سره تیریږي.

  قاچاقبران د افغانستان-ایران یا افغانستان-پاکستان په پولو کې د  اخیستل شوو انځورونو  په خپرولو سره کډوالو ته  دوکه ورکوي. که څه هم  د کډوالو  قاچاق وړونکي داسې طریقې کاروي چې د غیرقانوني کډوالۍ  په وړاندې زموږ د هیواد په مبارزې  سیوري غوړوي خو  دا  شمیرې بیا حقیقت بیانوي.

  زموږ په سرحدونو کې نیول شوي  په لوړه کچه امنیتي تدبیرو ترڅنګ ،  په ډیره اغیزمنه توګه د ناقانونه کډوالو  نیول او بیرته خپلو هیوادونو ته ستنول د کډوالو د ډیپورت په برخه کې  د اروپا اوسط څخه  ډیر زیات بریالیتوب ترلاسه شوی دی.

  د ترکیې د کډوالۍ د چارو ریاست  او امنیتي ځواکونه  د ناقانونه کډوالۍ پر خلاف مبارزې ته  د اونۍ ۷ ورځې او ۲۴ ساعته پرټه د ځنډ نه  دوام ورکوي. د هېواد د پولو امنیت په لوړه کچه د ساتلو سره ، زموږ هېواد ته د ناقانونه کډوالو  د  راننوتلو مخه نیول کیږي. هغه کسان چې زموږ هېواد ته په ناقانونه توګه ننوځي، زموږ د امنیتي ځواکونو  له خوا نیول کېږي او شړل کېږي.

 د دې سربیره ، د تمویلوونکو  هیوادونو سره د غیرې قانوني‌ کډوالۍ د لاملونو د لمنځه وړو په برخه کې په ګډه کار کوو.

Leave a reply