د اوکراین ولسمشر منلې چې روسیې سره جګړه کې ۳ زره سرتېري وژل شوي

د اوکراین ولسمشر منلې چې روسیې سره جګړه کې ۳ زره سرتېري وژل شوي
نوموړي له سي این این سره په یوه مرکه کې له دوه نیم زرو تر درې زرو پورې د پوځيانو یادونه کړې چې وژل شوي دي. زلینسکي په دې مرکه یو ځل بیا د روسيې د احتمالي اټومي برید خبرداری ورکړ.
(2022 / 4 / 16 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د اوکرایین ولسمشر ولادیمر زلینسکي وايي، له هغه راهیسې چې روسیې پر اوکرایین یرغل کړی، تر درې زره پورې اوکرایني پوځیان وژل شوي او تر ۱۰ زرو پورې نور ټپیان دي.
نوموړي له سي این این سره په یوه مرکه کې له دوه نیم زرو تر درې زرو پورې د پوځيانو یادونه کړې چې وژل شوي دي. زلینسکي په دې مرکه یو ځل بیا د روسيې د احتمالي اټومي برید خبرداری ورکړ.
نږدې یوه میاشت مخکې زلینسکي د اټکل له مخې ویلي و، چې د اوکراین ۱۳۰۰ پوځيان وژل شوي دي. خو دواړه ځله نوموړي ادعا وکړه، چې د وژل شویو روسي پوځیانو شمېر څو برابره زیات دی.






