ملا برادر د نجونو زده کړو د بیا پیلېدو لپاره هیله مندي ښودلې 

0
92

ملا برادر د نجونو زده کړو د بیا پیلېدو لپاره هیله مندي ښودلې 

هغه چې فراه ولايت ته د خپل سفر پر مهال وينا کوله د جزياتو له ورکولو پرته وويل چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ټولو ښوونځيو د پرانيستلو لپاره به ښه ګامونه پورته شي.

 

(2022 / 4 / 16  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان د ا.ا د رييس الوزرا مرستيال ملا عبدالغني برادر ويلي چې ښايي ډير ژر د نجونو ټول ښوونځي پرانيستل شي.

هغه چې فراه ولايت ته د خپل سفر پر مهال وينا کوله د جزياتو له ورکولو پرته وويل چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ټولو ښوونځيو د پرانيستلو لپاره به ښه ګامونه پورته شي.

د ملا برادر دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې تر دې وړاندې د ا.ا د پوهنې وزارت د نجونو د ښوونځيو پرانستلو ته د خپل چمتووالی ډاډ ورکړی.

د پوهنې وزارت چارواکي وايي، که د ا.ا مشرتابه ورته د ښوونځيو د پرانيستلو امر وکړي دوی به له ځنډ پرته ټول ښوونځي پرانيزي.

Leave a reply