د قطر ډپټي وزیراعظم نن پاکستان ته رارسیدلي

0
90

باغي ټي وي رپورټ
د قطر هیواد ډپټي وزیر اعظم نن د زیارت په ورځ د پاکستان په دوره راغلې دې، پاکستاني چارواکوسره به د افغانستان په صورت حال خبرې اترې کوي.
شاه محمود قریشي به د قطر ډپټي وزیر اعظم اووزیر خارجه شیخ محمد بن عبدالرحمان سره په افغانستان کښې رامخې ته شوي نوي بدلون په حقله خبرې کوي.

د پاکستان سرکاري ریډیو مطابق ، د پاکستان د خارجه دفتر ویاند په بیان کښې ویلي دې چې د قطر هیواد سره د پاکستان اول نه ښه تعلقات دي، په قطر هیواد کښې د دو لکو نه زیات پاکستانیان کار کوي چې د دواړو ملکونو په معیشت ښه کولو کښې اهم رول لوبوي.
ویاند وایی چې د قطر چارواکي دا دوره به د پاکستان او قطر هیواد نور هم یو بل ته نزدې کړي چې دواړه هیوادونه وکولې شي چې په علاقایی او نړیوالو ستونزو په هوارولو باندې په شریکه توګه کار وکړي

Leave a reply