لۀ ایرانه راستانۀ شویو افغان کډوالو د ایران لۀ خوا دوی سره شوی چلند غیر انساني ګنلی 

0
156

دوی وایي دغه هېواد د افغانانو هېڅ ډول بشري حقونو ته درناوی نه کاوه او له ټولو ممکنو لارو یې د دوی ځورولو، وهلو ټکولو او شکنجه کولو ته ادمه ورکړې ده.

په وروستیو کې په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې ناوړه چلند زیات شوی دی چې د افغان حکومت او په افغانستان کې یې د ګڼو وګړو غبرګونونه پارولي دي.

(2022 / 4 / 16  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

له ایران راستانه شوي کډوال د ایراني لوري له سخت ناوړه چلند شکایت کوي. هغه کډوال چې تازه په تازه له ایران رااړول شوي وايي، چې د ایراني وګړو او په تېره بیا د ایراني حکومت له سخت ناوړه چلند سره مخ شوي دي.

دوی وایي دغه هېواد د افغانانو هېڅ ډول بشري حقونو ته درناوی نه کاوه او له ټولو ممکنو لارو یې د دوی ځورولو، وهلو ټکولو او شکنجه کولو ته ادمه ورکړې ده.

په وروستیو کې په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې ناوړه چلند زیات شوی دی چې د افغان حکومت او په افغانستان کې یې د ګڼو وګړو غبرګونونه پارولي دي.

د بشري حقونو د څار نړیوالو اداراتو هم د افغان کډوالو پر وړاندې د ایراني حکومت چلند غندلی و او هغه یې غیر انساني بللی دی.

Leave a reply