تاجکستان: د افغان کډوالو لپاره ځانګړی کمپ جوړوو

0
202

تاجکستان: د افغان کډوالو لپاره ځانګړی کمپ جوړوو

د چارواکو په خبره په نږدې ورځو کې به د کډوالو د نړیوالې ادارې، ایران او افغانستان ترمنځ د کډوالو د وضعیت په اړه درې اړخیزه غونډه وشي او په هغه کې به پر مهمو مسایلو بحثونه کېږي.

 

(2022 / 4 / 16  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

تاجکستان وایي د افغان کډوالو لپاره یو ځانګړی کمپ جوړوي.

د تاجکستان دولتي خبري اژانس وایي چې په وروستیو کې د دې احتمال ډېر شوی چې تاجکستان ته د افغان کډوالو جوپه ورشي نو له همدې امله دوی پرېکړه کړې چې د دغه هېواد په جنوب کې د کډوالو د ځای پر ځای کولو کمپ جوړ کړي.

په دغه کمپ کې به ګڼې خیمې موجودې وي، چې په هغه کې به پخلنځی، حمام او نور اړین موارد شامل وي. بلخوا افغان حکومت وايي دوی د افغان کډوالو د ستونزو د حل په اړه له نړیوالو بنسټونو سره خبرې پيل کړې دي.

د چارواکو په خبره په نږدې ورځو کې به د کډوالو د نړیوالې ادارې، ایران او افغانستان ترمنځ د کډوالو د وضعیت په اړه درې اړخیزه غونډه وشي او په هغه کې به پر مهمو مسایلو بحثونه کېږي.

Leave a reply