پاکستاني سوداګر: افغانستان سره د سوداګرۍ برخه کې دې اسانتیا راوستل شي

پاکستاني سوداګر: افغانستان سره د سوداګرۍ برخه کې دې اسانتیا راوستل شي
پاکستاني حکومت په ځلونو ویلي چې دوی له افغانستان سره خپله سوداګري اسانه کوي او ټينګار یې کړی چې هر ډول ستونزې به له منځه وړي، خو دغه هېواد تل افغان سوداګرو ته ستونزې جوړوي او په دې برخه کې تر ډېره پر خپلو ژمنو عمل نه کوي.
( 2022 / 4 / 16 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
پاکستاني سوداګرو له افغانستان سره د سوداګرۍ د اسانتیا غوښتنه کړې ده.
د راپورونو له مخې د پاکستان د سوداګرۍ خونې او د افغانستان-پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې له پاکستاني حکومت غوښتي چې له افغانستان سره د سوداګرۍ په برخه کې اسانتیا راولي او ځانګړي میکانیزمونه رامنځ ته کړي.
دوی ټینګار کوي چې په سوداګریزو چارو کې له خنډونو سره مخ دي، نو له همدې امله پاکستاني حکومت ته په کار ده چې دغه چاره واضح او ستونزې پکې له منځه یوسي.