امریکا بیا ځلي پر ا.ا غږ کړی چې د نجونو ښوونځي بېرته پرانیزي 

0
101

امریکا بیا ځلي پر ا.ا غږ کړی چې د نجونو ښوونځي بېرته پرانیزي 

نوموړي زیاته کړې چې متحده ایالات له خپلو همکارانو سره په افغانستان کې د پوهنې او زده کړو ملاتړ ته دوام ورکوي او پر طا لبانو یې غږ کړی چې د نجونو پر مخ د ښوونځيو پرانیستلو په برخه کې ټول خنډونه لرې کړي او په دې برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.

(2022 / 4 / 16  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا له ا.ا څخه غوښتي چې د نجونو پر مخ تر شپږم پورته ښوونځي پرانیزي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس د یوې پوښتنې پر مهال ویلي چې د طا لبانو لخوا د نجونو د متوسطه او لیسې دورې د زده کړو ځنډولو په میلیونونو افغانان نا هیلي کړي دي.

د پرایس په وینا که چیرې د یو هیواد نیمايي نفوس له زده کړو څخه محروم شي، هغه هیواد په سیاسي او اقتصادي برخه کې پرمختګ نشي کولای.

Leave a reply