امریکا د افغانستان لپاره ځانګړې شوې چورلکې اوکراین ته ورکوي 

0
67

امریکا د افغانستان لپاره ځانګړې شوې چورلکې اوکراین ته ورکوي 

امریکا له دې وړاندې افغانستان ته له د غو چورلکو ۳۲ کړي او د هوکړې له مخې ټاکل شوې وه، په راتلونکو کلونو کې د نورو چورلکو او الوتکو ترڅنګ ډيرې نورې ایم ای اوولس ډول هم افغان هوایي ځواک ته ورکړي.

 

(2022 / 4 / 16  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امریکا دفاع وزارت وایې اوکراین ته د نورو پوځي وسایلو ترڅنګ، ۱۱ هغه ایم آی اوولس روسۍ چورلکې ورکوي چې افغانستان ته یې ساتلې وي.

پنټاګون وایي، له دې وړاندې د تېر کال په وروستیو کې هم افغانستان ته ځانګړې شوې پنځه ورته چورلکې اوکراین ته ورکړل شوې دي.

امریکا له دې وړاندې افغانستان ته له د غو چورلکو ۳۲ کړي او د هوکړې له مخې ټاکل شوې وه، په راتلونکو کلونو کې د نورو چورلکو او الوتکو ترڅنګ ډيرې نورې ایم ای اوولس ډول هم افغان هوایي ځواک ته ورکړي.

خو له کله چې په افغانستان کې نظام واوښت او ورسره د امریکا او افغانستان ترمنځ د پوځي همکاریو تړونونه وځنډېدل، دغه هیواد په افغانستان کې د طالبانو له اوسني حکومت سره پوځي مرستې هم بندې کړې.

Leave a reply