وزیراعظم شهباز شریف د تیلو په نرخ کې د زیاتوالي نه کولو پریکړه کړې ده

0
173

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف د پټروليم مصنوعاتو نرخونو کښي د زياتوالي نه کولو فيصله کړي ده۔

د حکومتي سرچينو ترمخه وزيراعظم شهباز شريف د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کښې د زياتوالي په اړه د آئي اېنډ جي ريګوليټري اتهارټي (اوګرا) سمري رد کړې ده.
حکومتي سرچينو ويلي چې د پټروليم مصنوعاتو په بيو کې به کوم بدلون نه راولي . حکومتي سرچينو ويلي، چې حکومت به دا بار په خپله وزغمي او په خلقو به دا بوج او بار وا نه چوي چې عام اولس ته اسانتیاوي ورکړي او ددوی ستونزې هواري کړي.

ياده دې وي چې اوګرا د پټرولو په نرخ کې 83 روپۍ 50 في ليټر پورې د زياتولو وړانديز شوې وو، د پوره ليوي او ټيکسونو سره د پټرولو په نرخ کې 83 روپۍ 50 في ليټر زياتولو تجويز ورکړی شوی وو او د خاورو په تیلو کې ۷۷روپۍ او روپۍ 56 پيسې زياتوالې تجويز كړې شوې۔
د یادونې ده چې پخواني وزیراعظم عمران خان هم په تیره میاشت کې د تیلو په نرخ کې د زیاتوالي نه کولو پریکړه کړې وه او ددې کال تر جون میاشتې پورې ی د تیلو په نرخونو کې د بدلون نه کولو اعلان هم کړې وو.

Leave a reply