سبا به د پاکستان د طرف نه داروګانو د مرستې ډګه الوتکه کندهار ته ځي
باغي ټي وي رپورټ
رسنیو سره په خبرو کښې په پایه تخت کابل کښې د پاکستان سفیر منصوراحمد نن اوویل چې سبا به یوه سي ۱۳۰ الوتکه کندهار ته سفر وکړي او د افغانستان د عوام لپاره به دې ولایت ته داروګان ویسي.
نوموړی وایی چې د پاکستان فضایی ځواک هم دا الوتکه سي ۱۳۰ به خوست ولایت ته هم د داروګانو مرسته ویسي.
منصور احمد وایی چې دغه مرستې د پاکستان عوام له طرف نه افغانستان ته وړل شي او دپاکستان له طرف نه به افغانانو سره دغه مرستې جاري وي.
یاده دې وي چې نن یو د پاکستان هوایی ځواک الوتکه کابل رسیدلې ، په دې الوتکه کښې د پاکستان له طرف نه افغان عوام سره د داروګانو مرسته شوې.
د پاکستان بشري مرسته کابل ته راورسېده.
د پاکستان له لوري افغانستان سره مرسته شوي ۳۰ ټنه اوړه، غوړي او درمل نن د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته راورسېدل. pic.twitter.com/Acmu3Lc4TP
— Baaghi TV پښتو (@BaaghiTVPashto) September 9, 2021