پاک افغان بارډر سره څیرمه توندروو ۷ پاکستاني عسکر وژلي دي

Photo: ISPR
باغی ټي وي رپورټ
شمالي وزيرستان سره نزدې د پاک افغان پولې سره نزدې د پوځ په کاروان بريد کې اووه عسکر وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو (ISPR) له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دغه برید کې اووه سرتېري وژل شوي او څلور ترهګر د ډزو په تبادله کې وژل شوي دي.
د آئي ايس پي آر ترمخه په شهيدانو کښې حوالدار طارق يوسف، پوليس اهلکار سليمان وقاص، پوليس جنيد علي، سپاي اعجاز حسين، سپاهي وقار احمد، پوليس محمد جواد عامر او پوليس اهلکار ارشد علي شامل دي۔
د آئي ايس پي آر ترمخه دشمالي وزيرستان په ایشام سيمه کښې په فوځي قافله حمله شوې ده، د ترهګرو د له مينځه وړلو لپاره په سيمه کښې کليئرنس اپريشن روان دے.
د آیی ایس پي آر راپور زیاتوي چې د پاکستان پوځ د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره ژمن دي، زمونږ د زړورو عسکرو دغه شان قربانۍ زمونږ ارادې نورې هم قوي او پیاوړي کوي.






