حیرتانو بندر کې د څو نورو سبسټېشونونو پر جوړېدو هوکړه شوې

حیرتانو بندر کې د څو نورو سبسټېشونونو پر جوړېدو هوکړه شوې
د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې په دغه ناسته کې د اورګاډي د چارو د ګړندیتوب، لا ښه مدیریت، منځني اسیا څخه د انتقالاتو په ډیروالي، د وارداتو او صادراتو د حجم په زیاتوالي او د اوسپنې پټلۍ سټېشنونو د ظرفیت په لوړولو خبرې شوې دي.
(2022 / 4 / 15 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د رییس ملا بخت الرحمن شرافت په مشرۍ د افغان حکومت پلاوي له لوري ازبکستان ته تللي پلاوي د افغانستان لپاره د یاد هیواد د ولسمشر له ځانګړي استازي عصمت اکا سره لیدلي دي.
د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې په دغه ناسته کې د اورګاډي د چارو د ګړندیتوب، لا ښه مدیریت، منځني اسیا څخه د انتقالاتو په ډیروالي، د وارداتو او صادراتو د حجم په زیاتوالي او د اوسپنې پټلۍ سټېشنونو د ظرفیت په لوړولو خبرې شوې دي.
یادې ادارې زیاته کړې چې افغانستان او ازبکستان موافقه کړې چې په نږدې راتلونکې کې به په مزار ښار او حیرتان کې د اوسپنې پټلۍ د څلورمې او پنځمې برخې سټېشنونه فعالیږي، ترڅو حیرتان بندر کې ازدحام کم شي.
د اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې د همدې ناستې په ترڅ کې د ترانس افغانستان پروژې د کار پیل او امنیت په اړه هم خبرې وشوې او ازبکستان د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له لوري د همدې پروژې د امنیت په غاړه اخیستلو باندې خوښي وښوده.






