پاکستان د افغانستان ځپلي اولس لپاره د دوایی مرسته
باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان د هوایی ځواک یوه الوتکه نن پایه تخت کابل ته رسیدلې ده، په الوتکه کښې د افغانستان د ځپلي اولس لپاره دوایی وړل شوې.
د پاکستان سفیر منصور احمد په ټویټر پانړه لیکلی چې د هوایی ځواک یو الوتکه سي ۱۳۰ نن کابل ته راورسیده. په دې الوتکه کښې کښې د افغانستان محکمه صحت سره د دوایی مرستې وشوې چې د ځپلي افغان اولس د صحت په لړ کښې مشکل آسان شي او افغانانو لپاره د علاج سهولت ورکړې شي.
د پاکستان سفیر په ټویټر پانړه یو عکس هم خپور شوې چې پکښې ښکاري چې نوموړي د اسلامی امارت مشرانو سره ولاړ دي چې د پاکستان له طرف نه د دوایی دغه مرسته وصول کړي.
Received today at Kabul airport first C-130 of PAF carrying relief goods in food & medicines out of 36 MT package & delivered to Afghan Public Health @SMQureshiPTI @fawadchaudhry @ForeignOfficePk @FMPublicDiploPK @PakinAfg pic.twitter.com/wsYmJY4Um3
— Mansoor Ahmad Khan (@ambmansoorkhan) September 9, 2021