ملګري ملتونه وايي، د اوکراین جګړې لۀ امله افغانستان باید هېر نشي
فلیپوګراندي، چې له امریکا سره د افغانستان او اوکراین د پرمختګونو په اړه د خبرو لپاره واشنګټن ته تللی ویلي، چې اداره یې د امریکا له مرستې پرته نشي کولی، چې د افغانستان د ستونزو په ګډون له روانو بشري او اقتصادي بحرانونو سره مبارزه وکړي.
(2022 / 4 / 15 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنر ويلي، د اوکراین د کډوالۍ کړکېچ له کبله باید په افغانستان کې ناوړه بشري وضعیت او اقتصادي پیاوړتیا هېره نه شي.
فلیپوګراندي، چې له امریکا سره د افغانستان او اوکراین د پرمختګونو په اړه د خبرو لپاره واشنګټن ته تللی ویلي، چې اداره یې د امریکا له مرستې پرته نشي کولی، چې د افغانستان د ستونزو په ګډون له روانو بشري او اقتصادي بحرانونو سره مبارزه وکړي.
په افغانستان کې ناوړه بشري وضعیت او کډوالۍ او دغه راز په اوکراین کې روان کړکېچ د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنر اړ کړ، چې واشنګټن ته سفر وکړي.
نوموړي پر نړيوالې ټولنې غږ کړی، چې د افغانستان د اقتصاد د پياوړتيا او په کې د بشري ناورين د مخنيوي لپاره خپلې بشري هڅې روانې وساتي.
فلیپوګراندي ویلي، د امریکا د سیاسي او بشري بنسټونو له چارواکو سره یې د لیدنې موخه په افغانستان کې د بشري وضعیت او کډوالۍ او د اوکراین د کړکېچ په اړه خبرې اترې دي.