ترکیه وايي چې د روسیې او اوکراین ولسمشرانو ته د کتلو زمینه برابروي
ترکیه وايي چې د روسیې او اوکراین ولسمشرانو ته د کتلو زمینه برابروي
د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاووش اوغلو نن له اين ټي وي ټلويزيوني شبکې سره په خبرو کې ويلي چې د روسيې او اوکراين د مرکچي پلاويو تر منځ د ټيټې کچې مذاکرات لا هم روان دي او په وينا يې چې ښايي د دواړو هيوادونو د ولسمشرانو مخامخ کتنې ته لاره جوړه کړي.
(2022 / 4 / 15 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت وايي، ښايي د روسيې او اوکراين ولسمشران ډير ژر سره وګوري.
د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاووش اوغلو نن له اين ټي وي ټلويزيوني شبکې سره په خبرو کې ويلي چې د روسيې او اوکراين د مرکچي پلاويو تر منځ د ټيټې کچې مذاکرات لا هم روان دي او په وينا يې چې ښايي د دواړو هيوادونو د ولسمشرانو مخامخ کتنې ته لاره جوړه کړي.
هغه زياته کړې چې د دې کار لپاره د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين رضايت اړين دی.
اوغلو ويلي په اوکراين کې د روسي پوځيانو له لوري د ملکي وګړو د وژلو ادعاوو په استانبول کې د مسکو او کېیف د مرکچيانو پر مذاکراتو هم سيوری وغوړاوه او له دې مذاکراتو هغسې چې تمه کيده پايله ترلاسه نه شوه.
د ترکيې د بهرنيو چارو وزير هيله ښوودلې چې له ټولو ستونزو سره سره به په اوکراين کې اوربند ته زمينه برابره شي. هغه ټينګار کړی چې انقره دې موخې ته د رسيدو لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.