ایران د افغان کډوالو د راشړلو لړۍ چټکه کړې ده
ایران د افغان کډوالو د راشړلو لړۍ چټکه کړې ده
د کډوالو او راستنيدونکو چارو وزارت وايي چې ايران په وروستيو کې د افغان کډوالو د اجباري را ستنولو لړۍ چټکه کړې ده. که څه هم ويل کيږي چې له راستنيدونکو کډوالو سره د کډوالۍ د نړيوال سازمان له لوري مرستې کيږي، خو په راپورونو کې ويل شوي چې له ايرانه په زور را ايستل شوې کورنۍ په خورا ناوړه وضعيت کې وخت تېروي.
(2022 / 4 / 15 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، تیره اونۍ نږدې اته زره تنه له ایرانه هيواد ته را ستانه شوي چې لویه برخه يې په زور را ستنېدو ته اړ ايستل شوي دي.
د کډوالو چارو وزارت چارواکو ويلي چې يوازې پرون د نيمروز له لارې ۱۹۳۹ تنه هيواد ته راغلی چې له ډلې يې ۱۵۰۰ تنه د ايران له لوري په اجباري ډول را ستانه شوي دي. دغه راز د وري په ۲۰مه او ۲۱مه نيټه هم ۳۳۰۳ تنه هيواد ته راستانه شوي وو چې له دې ډلې ۲۴۱۲ تنه په اجباري ډول راستانه شوي دي.
تر هغې وړاندې د وري په ۱۸مه نيټه ۱۹۲۷ تنه کډوال راستانه شوي وو چې له دې ډلې شاوخوا ۵۰۰ په خپله خوښه او پاتې هغه په اجباري ډول راستنيدو ته مجبور کړای شوي وو.