د افغانستان امریکايي پوهنتون د ۲۰۲۲ م کال د نویو زده کړیالانو د جذب لپاره نوم لیکنه پیل کړې 

0
171

دغه پوهنتون په یوه اعلامیه کې ویلي چې نویو جذب شویو محصلینو ته به د عراق د کردستان په سلیمانیه، په قرغزستان کې د منځنۍ اسیا په امریکايي پوهنتون او دغه ‌شان د امریکا په بارد کالج کې د زده‌ کړو زمینه برابره شي. په اعلامیه کې ویل شوي چې له افغانستانه هم د انلاین زده‌ کړو مینه‌ وال مني.

(2022 / 4 / 15  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د افغانستان امریکايي پوهنتون د ۲۰۲۲ تحصلیي کال لپاره د زده کړيالانو نوملیکنه پیل کړې ده.

دغه پوهنتون په یوه اعلامیه کې ویلي چې نویو جذب شویو محصلینو ته به د عراق د کردستان په سلیمانیه، په قرغزستان کې د منځنۍ اسیا په امریکايي پوهنتون او دغه ‌شان د امریکا په بارد کالج کې د زده‌ کړو زمینه برابره شي. په اعلامیه کې ویل شوي چې له افغانستانه هم د انلاین زده‌ کړو مینه‌ وال مني.

اعلاميه کې دغه راز خبر ورکړل شوی چې راتلونکی کال به د قطر په مرکز دوحه کې هم د افغانستان د امریکايي پوهنتون څانګه پرانیستل شي. تر دې وړاندې په امریکا کې د قطر سفیر مشعل بن حمد الثاني ویلي وو چې د یوې هوکړې له مخې به د افغانستان امریکايي پوهنتون دوحې ته انتقال شي.

Leave a reply