ښايي راتلونکې میاشت د کډوالو پر ستونزو څلور اړخیزه غونډه جوړه شي

ښايي راتلونکې میاشت د کډوالو پر ستونزو څلور اړخیزه غونډه جوړه شي
د کډوالو چارو وزارت وياند ويلي چې له دې ناستو موخه په ايران او پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزو ته د حل لارې موندل ده. ده ويلي، تمه لري چې په راتلونکې ناسته کې په ايران او پاکستان کې د غير قانوني کډوالو لپاره پر يوې رويې هم توافق وشي.
(2022 / 4 / 15 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د کډوالو او راستنيدونکو چارو وزارت وايي په ايران او پاکستان کې د افغان کډوالو پر ستونزو د بحث لپاره راتلونکې مياشت د لوړې کچې څلور اړخيزه غونډه جوړيږي.
په پام کې ده چې په دې غونډه کې به د افغانستان، پاکستان، ايران او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ استازي ګډون وکړي.
دا غونډه په تېر کې په همدې تړاو د افغانستان، ايران او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د استازو د غونډې په دوام جوړيږي.
د کډوالو چارو وزارت وياند ويلي چې له دې ناستو موخه په ايران او پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزو ته د حل لارې موندل ده. ده ويلي، تمه لري چې په راتلونکې ناسته کې په ايران او پاکستان کې د غير قانوني کډوالو لپاره پر يوې رويې هم توافق وشي.
دا غونډه په داسې حال کې جوړيږي چې تازه په ايران کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند په تړاو ګڼ غبرګونونه راپورته شوي دي.






