د امریکا ولسمشر جوبایډن وایي له دې وروسته هېڅکله افغانستان ته په نظامي لحاظ نه ستنیږي

0
88

د امریکا ولسمشر جوبایډن وایي له دې وروسته هېڅکله افغانستان ته په نظامي لحاظ نه ستنیږي.

بایډن، چې رسنیو سره د افغانستان په اړه خبرې کولې وویل د افغانستان حالات له نږدې څاري، سفارت یې تړل شوی، دپلوماتان یې امریکا ته رسېدلي.

نوموړی وایي ده افغانستان کې د جګړې ختمولو انتخاب وکړ او ټینګ پرې ولاړ دی او تردې وروسته هېڅکله افغانستان ته په نظامي لحاظ نه ستنېږي.

د امریکا ولسمشر ویلي دوی افغانستان ته د ملت جوړونې، حکومت جوړونې او مرکزي ډیموکراتیک دولت جوړولو لپاره نه وو تللي، بلکې هدف یې د اسامه بن لادن او القاعده ختمول وو.‌ نوموړی وایي دا مهال د امریکا داخلي امنیت تأمین دی، د دوی مخ ته د نړۍ سترې مسئلې پرتې دي،‌ چین او روسیه د دوی لپاره لوی خطر دي. نور ولې افغانستان کې پاتې شي؟ خو دا تېروتنه هیڅکله نور نه تکراروي او دا جګړه یې لا وختي باید ختمه کړې وای.

بایډن وایي د افغانستان د جګړې په اړه یې دوه انتخابه درلودل، یا به یې دا نه ختمېدونکې جګړه کوله چې نور امریکایان هم پکې ژوند له لاسه ورکړي او یا به یې ختموله.‌
بایډن وایي اشرف غني چې امریکا ته ورغلی و، پاک ورسره غږیدلی و، ورته ویلي و، چې ادارې فساد ختم کړه، ملي اجماع رامنځ ته کړه او سوله وکړه چې یو مناسب جوړ جاړي ته سره ورسېږئ.

نوموړی وایي غني ورته ویلي و، چې جګړې ته پوره تیاری لري او افغان ځواکونه جګړه کولی شي.

Leave a reply