د نوي ټاکل شوي وزیراعظم شهباز شریف د سوګند پورته کولو مراسمو کې ولې د فوځ سرلښکر ګډون نه کړې؟

0
137

باغی ټي وي رپورټ
ډي جي آئي ايس پي آر واضحه کړې چې ولې د پاکستان د فوځ سرلښکر د وزيراعظم د سوګند پورته کولو په دستوره کې ګډون نه وو کړی.

په راولپنډۍ کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال خبريال د ډي جي ائي ايس پي آر څخه پوښتنه وکړه چې دپوځ سرلښکر دوزيراعظم دسوګند پورته کولو په دستوره کې ولې ګډون نه وو کړې؟ ؟

د خبریال د پوښتنې په ځواب کې میجر جنرل بابر افتخار وویل چې د پوځ مشر په هغه ورځ ښه نه وو،مریض وو او په هغه ورځ دفتر ته هم نه وو راغلی.ياده دې وي چې د وزيراعظم شهباز شريف د سوګند پورته کولو په مراسمو کې د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه ګډون نه وو کړی.

Leave a reply