د پاکستان موجوده سیاسي صورت حال، د فوځ ویاند مهم بیان خپور کړې دې

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو (آی ایس پي آر) مشر میجر جنرل بابر افتخار یو مطبوعاتي کانفرنس ته وینا کړې ده.
دوينا په مهال ډي جي ائي ايس پي ار وويل چې دوی د اولس او سياسي ګوندونو څخه غوښتنه کوی چې پوځ دې په سياست کې نۀ راکاږي، مونږ بايد ددغه مسلې څخه لرې وساتل شي.
ډي جي آئي ايس پي آر وئيلي دي چي د آرمي چيف او ډي جي آئي ايس آئي د نهم اپريل په شپه وزيراعظم هاؤس کښي د وخت وزيراعظم عمران خان سره هيڅ ملاقات نه وو شوي ،هغه زیاتوي چې په دې لړ کښي هر څه دروغ دي، په دې اړه چي کومه بي بنياده قیصه خپره شوه، تر دې ِد غټ دروغو بله قیصه نشته۔
د آیی ایس پي آر ویاند اوویل چې د بي بي سي راپور بې بنیاده او دروغ دې او دا په بشپړه توګه جعلي او بې بنیاده قیصه ده. ديوې پوښتنې په ځواب کې ميجر جنرل بابر افتخار وويل دپارليمنټ هاؤس کې دصدر په چيمبر کې ددوؤ لوړپوړو چارواکو ملاقات په اړه ورته هيڅ معلومات نشته.
ده زياته کړه چې عمران خان ته د اسټيبلشمينٽ لخوا هيڅ آپشن نه دى ورکړل شوى، د ډيډ لاک په مهال د وزيراعظم دفتر د پوځ له مشر سره تماس نيولى و چې ددوی ترمینځ دې خیر راړلو لپاره خبرې وکړي، خو زمونږ د سياسي ګوندونو مشرتابه يو له بل سره خبرو ته چمتو نه وو. هغه اوویل بیا د پوځ سرلښکر او ډي جي ISI هلته لاړل، د مختلفو مشرانو سره یې ناسته وکړه او په دریو شیانو یې خبرې اترې وکړې، د وزیراعظم استعفی، د عدم اعتماد تحریک بیرته اخستل او د وزیراعظم لخوا د اسمبلۍ ماتول.
ډي جي آئي ايس پي آر وويل په دريم آپشن باندې وزيراعظم وويل چې دا منظور دې، دغه شان د اپوزيشن سره خبرې اترې وشوې خو اپوزيشن وويل مونږ دې ته تیار نه یو. دپاکستان دپوځ وياند وويل چې د پاکستان ترقي یواځې په ډيموکراسۍ کې دى او ددې ددفاع کول دټولو ذمه واري ده. ویاند اوویل چې په پاکستان کې به هیڅکله فوځي واک را نه شي.ميجر جنرل بابر افتخار وويل دپوځ سرلښکر د خپلې دورې غځول نۀ غواړي اؤ نۀ يې مني، دپوځ سرلښکر به د روان کال دنومبر په ٢٩مه ريټائر کيږي.





