د افغانستان او پاکستانو ځوانانو جرګې لۀ ا.ا څخه وغوښتل چې لۀ شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځي دروازې پرانیزي
د افغانستان او پاکستانو ځوانانو جرګې لۀ ا.ا څخه وغوښتل چې لۀ شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځي دروازې پرانیزي
دغې چارې پۀ کور دننه او بهر د خلکو پراخ غبرګونونه راپارول. تازه د افغانستان–پاکستان ځوانانو ګډې جرګې پر ا.ا د یوۀ آنلاین کنفرانس لۀ لارې غږ وکړ چې د ا.ا یاده پرېکړه غیر اسلامي او د افغان پېغلو حق کې ظلم دی او باید ژر تر ژره یاده پرېکړه بېرته واخلي.
(2022 / 4 / 14 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
کابو ۸ میاشتې کېږي چې افغانستان کې د نجونو پر مخ ښوونځي تړل شوي.
که څۀ هم د نوي کال پۀ رارسېدو سره د ا.ا.ا وویل چې ټول ښوونځي به لۀ قید او شرط پرته د نوي پۀ رارسېدو پرانیزي؛ خو د ښوونځي لۀ پیلیدو سره سم د ا.ا د ښوونې او رورنې وزارت وویل چې تر دوهم امره پورې به لۀ شپږم پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلې وي.
دغې چارې پۀ کور دننه او بهر د خلکو پراخ غبرګونونه راپارول. تازه د افغانستان–پاکستان ځوانانو ګډې جرګې پر ا.ا د یوۀ آنلاین کنفرانس لۀ لارې غږ وکړ چې د ا.ا یاده پرېکړه غیر اسلامي او د افغان پېغلو حق کې ظلم دی او باید ژر تر ژره یاده پرېکړه بېرته واخلي.
پۀ یاد کنفرانس کې د ا.ا.ا د ښوونې وزارت ویاند هم ګډون کړی ؤ، نوموړي وویل چې د نجونو ښوونځي تړل شوي ندي، بلکې هڅه یې دا ده چې نجونو ته تر ښۀ ماحول برابرولو وروسته د ښوونځي دروازې پرانیزي.
د جرګې ګډونوالو بیا ټینګار کاوۀ چې افغانستان کې د نجونو پر مخ هېڅ ډول دیني او کلتوري خنډونه نشته؛ نو ا.ا هم باید پرته لۀ کوم ځنډ څخه د نجونو زده کړو ته اجازه ورکړي.
د یادونې ده چې نړۍوالې ټولنې د ا.ا د پر رسمیت پېژندلو او همدا ډول پۀ وروستيو کې لۀ افغانستان سره مرستې هم د نجونو زده کړو پۀ اجازه پورې تړلي دي.