د آزاد جمو کشمیر وزیراعظم ۵ وزیران د څوکیو لرې کړي دي

0
93

باغی ټي وي رپورټ
د آزاد جمو او کشمیر وزیراعظم سردار عبدالقیوم نیازي د سردار تنویر الیاس په شمول د پنځو وزیرانو د لرې کولو فیصله کړې ده.

د آزاد کشمير د وزيراعظم د وياند لخوا جاري شوي يو بيان کښي وئيلي شوي دي چي د آزاد کشمير برطرفه شوي وزيرانو کښي سينئر وزير سردار تنوير الياس او د تعليم وزير عبدالمجيد خان شامل دي۔

د دې تر څنګ د آزاد کشمیر له برطرفه شوو وزیرانو کې علي شان سوني، خواجه فاروق او اکبر ابراهیم هم شامل دي.
د آزاد جمو او کشمير وزيراعظم د وزيرانو د لرې کولو رسمي نوټيفيکيشن هم جاري کړے دے۔

Leave a reply