د عمران خان او د آزاد کشمیر وزیراعظم ترمینځ د مهمې غونډې دننه قیصه څه ده؟

باغی ټي وي رپورټ
د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان او د آزاد کشمير وزيراعظم سردار عبدالقيوم نيازي ترمېنځه د مهم ملاقات دننه قيصه مخې ته راغلې ده۔
په آزاد کشمیر کې له تیرو دریو ورځو راهیسې کړکیچ هغه وخت روان وو چې د تحریک انصاف ۲۵ غړو د خپل ګوند سره تعلق لرونکي د وزیراعظم سردار عبدالقیوم نیازي خلاف د عدم اعتماد تحریک جمع کړو.
په دې لړ كښې سردار عبدالقيوم نيازي تيره ورځ بني ګاله كښې عمران خان سره مهمه ملاقات كړې۔د جیو نیوز رپورټ مطابق، سرچينې وائي دعمران خان اؤ سردار عبدالقيوم نيازي ترمينځ ليدنه خوندوره نۀ وه.
دسرچينو ترمخه سردار عبدالقيوم نيازي دعمران خان په وړاندې په علي امين باندې تور ولګولو چې زما په ضد ی د٣٠٠مليونو روپې واخستې او د ناباورې تحریک سازش ی وکړو.
سرچينې وائي دسردار عبدالقيوم نيازي په تورونو عمران خان خفه شوى اؤ دشاه محمود قريشي په مشرۍ کې يې يوه انکوائري کميټي هم جوړه کړې ده.






