وزیراعظم شبهاز شریف د پنډۍ او اسلام آباد خلقو لپاره لویه پریکړه او اعلان کړې

0
176

باغي ټي وي رپورټ
وزیراعظم شهباز شریف د روژې په میاشت کښې د ښاریانو لپاره د مفت میټرو بس سروس چلولو امر کړی دی.
وزيراعظم شهباز شريف نن سهار په اسلام آباد کې د پيښور موړ ميټرو بس منصوبې معاينې لپاره تللې وو او حکم ئي ورکړے چې دا منصوبه دي په 16م اپريل بشپړه کړې شي او په منصوبه کښې د ځنډ په اړه هم پلټنې وکړي.
د وزيراعظم شهباز شریف ميټرو بس سټېشن ته د ورتګ او معاینه کولو د مسلم ليګ (ن) د وياندې مريم اورنګزېب د ليدنې عکسونه هم په سوشل ميډيا شريک کړي دي.
وزيراعظم سره احسن اقبال، مفتاح اسماعيل، حنيف عباسي او نور مشران هم په دې موقع موجود وو۔مريم اورنګزېب په يو بيان کې وئيلي دي چې وزيراعظم د اسلام آباد پیښور موړ نه د نوي اسلام آباد ائيرپورټ پورې د ميټرو سروس د ښاريانو لپاره مفت چلولو امر کړې دې۔

Leave a reply