امریکايي ډیپلوماتان د تېر حکومت د سقوط لامل یې د چارواکو بې غوري بللې ده 

امریکايي ډیپلوماتان د تېر حکومت د سقوط لامل یې د چارواکو بې غوري بللې ده 

په کابل کې د امریکا پخواني سفیر روز ویلسن چې د سقوط تر مهال یې دا دنده سرته رسوله وايي، دوی تمه لرله چې په افغانستان کې به یو مشترک حکومت رامنځ ته شي، دا پروسه به سوله ییزه وي، خو هغه څه چې تر سقوط مخکې په وروستیو اونیو کې په کابل او شاوخوا ولایتونو کې ترسره شول دوی یې حیران کړل.

 

(2022 / 4 / 14 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

امریکايي ديپلوماتان وایي د افغانستان د اوسني وضعیت تر ټولو ستر لامل د سولې پر هڅو او سوله ییز لېږد د پخواني حکومت عمل نه کول وو.

په کابل کې د امریکا پخواني سفیر روز ویلسن چې د سقوط تر مهال یې دا دنده سرته رسوله وايي، دوی تمه لرله چې په افغانستان کې به یو مشترک حکومت رامنځ ته شي، دا پروسه به سوله ییزه وي، خو هغه څه چې تر سقوط مخکې په وروستیو اونیو کې په کابل او شاوخوا ولایتونو کې ترسره شول دوی یې حیران کړل.

روز ویلسن وایي دوی د دې تمه نه لرله چې پخوانی حکومت به سقوط کوي او هر څه به مقابل لوري ته سپاري، نو له همدې امله امریکا او متحدینو یې پر بندیزونو لاس پورې کړ.

ویلسن دغه راز وايي چې د همدې مسئلې له امله د تخلیې په ماموریت کې ناورین رامنځ ته شو، چې ټوله نړۍ یې ولړزوله.

هغه زیاته کړې چې د افغانستان له نوي حکومت سره لا هم د امریکا د اړیکو واضح تعریف نشته دی خو دغه لوري ته په کار ده چې نړیوالو اصولو ته درناوی ولري او د نړیوالې ټولنې غوښتنې ومني.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载